د پیکسيدا پروژه
«پیکسيدا - په يونان کې د بې سرپرسته کم عمره ماشومانو د ساتنې ملي ستراتيژۍ لپاره تکميلي ملاتړ ميکانيزم» هغه پروژه ده چې موخه يې د ماشومانو د ساتنې سيستم پياوړی کول او د بې سرپرسته کم عمره ماشومانو اړتياوو ته ځواب ويل دي.
په دې پروژه کې، د نورو ترڅنګ، دا برخې شاملې دي:
- د رواني روغتيا او حقوقي ملاتړ تخصصي خدمتونه
- ښوونيز فعاليتونه او ورکشاپونه
- د استوګنې په مرکزونو کې د ډيموکراتيکو ټولنو جوړول
- د خدمتونو نقشه کول او د معلوماتو لپاره د ډيجېټل پلېټفارم جوړول.